د مخابراتي شبکې اتصالات شرکت د اووم پړاو شپږيزې ليګ د عمومي ملاتړ کوونکي امتياز ترلاسه کړ، چې د دې په بدل کې به د افغانستان کرکټ بورډ ته ٣.٨ ميليونه افغانۍ ورکوي.
د کرکټ بورډ په وېنا، نن د افغانستان کرکټ بورډ په عمومي دفتر کې د اتصالات مخابراتي شرکت او د کرکټ بورډ ترمنځ قرارداد وشو، چې له مخې به يې د شپږيزې کرکټ ليګ د اووم پړاو مالي ملاتړ د اتصالات شبکه کوي او په بدل کې به يې کرکټ بورډ ته ٣.٨ ميليونه افغانۍ ورکوي.
د شپږيزې کرکټ ليګ لپاره دغه قرارداد د کرکټ بورډ سرپرست اجراييوي رييس نظيم جار عبدالرحيمزي او د اتصالات د بازارموندنې مسوول کفايت الله نبي خېل ترمنځ لاسليک شو.

د دغه ناستې پر مهال نظيم جار عبدالرحيمزي وويل: ((خوښ یم چې یوځل بیا د هیواد د کورني تجارتي کرکټ لیګ (شپږیزه) د ښه او معیاري ترسره کولو په موخه د یو پخواني مالي ملاتړ کونکي سره همغږي رامنځته کو، اتصالات افغانستان مخابراتي شرکت سره دې پایلې ته ورسېدو ترڅو دواړه ادارې یو د بل سره هر اړخیزې همکارۍ وکړي او ګټه یې ادارې ته راشي.))
نوموړي په دې مهال د هغه شرکتونو څخه هم مننه وکړه، چې په شپږيزه کرکټ ليګ کې يې د لوبډلو امتياز اخيستى دى او په کرکټ کې يې پانګونه کړې ده. نوموړي وويل چې د يادو فعاليتونو ګټه ملي بوديجې ته رسېږي چې دا هم زموږ مسووليت او غوره کار دى.

د اتصالات مخابراتي شرکت له لوري کفايت الله نبي خېل وويل، چې د دوي ټوله هڅه دا ده چې خپل تجارتي اعلانونه د افغانستان په ملي لوبغاړو وکړي، تر څو دواړو ادارو ته يې ګټه ورسېږي.
د يادولو وړ ده چې د شپږيزې کرکټ ليګ سيالۍ د سپتمبر په شپږمه نېټه د دفاعي اتلې لوبډلې مس عينک اتلانو او بند امير ښامارانو ترمنځ پيلېږي. همدا راز د دې ليګ لپاره به د پرانيستې پروګرام د سپتمبر په ٥مه نېټه ترسره شي او د ليګ وروستۍ لوبه يا پايلوبه به د سپتمبر په ١٦مه نېټه ترسره شي.
د اووم پړاو شپږيزې کرکټ ليګ لپاره ٥ لوبډلې د بېلا بېلو شرکتونو له لوري اخيستل شوي دي، خو د بوست ساتونکي لوبډلې د مالکيت امتياز تراوسه پورې چا نه دى اخيستى.