د بهرني رسنیو په حواله د اتریش پلازمینه کې وسلوالو شپږو ځایونو کې بریدونه کړي چې له امله يي ۳ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
د اتریش چارواکي وايي دا ترهګریز برید بولي او وايي چې یو وسلوال هم وژل شوی دی.
یو شمېر رسنۍ بیا وايي چې یو بریدګر وژل شوی، بل پولیسو نیولی او د دریم بریدګر لټون روان دی.
رسنۍ وايي چې دا برید د ویانا مرکزي کنیسه یا د یهودانو عبادتځي سره نږدې شوی او لا هم مالومه نه ده چې هدف همدا مرکز و که نه.
ویانا کې امنیتي چارواکي وايي چې یو پولیس هم ټپي شوی دی.
چارواکي وايي د کرونا د مخنیوي لپاره د نویو بندیزونو تر اعلان څو ساعت مخکې دا برید وشو.
بل لور ته د برتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن وايي، دې خطرناک برید سخت هیښ کړی دی.
نوموړی خپل ټوېټ کې زیاتوي چې برتانیا له اتریشي ولس سره د ترهګرۍ ضد یوموټې ده.