Home » افغانستان » ابوظبي کې د افغانانو لپاره د الکټرونیکي پېژندپاڼو د وېش مرکز بیا فعالېږي

ابوظبي کې د افغانانو لپاره د الکټرونیکي پېژندپاڼو د وېش مرکز بیا فعالېږي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په متحده عربي اماراتو کې میشتو افغانانو ته د الکټرونیکي پېژندپاڼو د وېش د بیا پیل په موخه ابوظبۍ ښار ته یو ټیم استولی دی.

دې ادارې د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ۱۰مه) ویلي چې په ابوظبۍ ښار کې به د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش یو مرکز فعال کړي او هلته به مېشتو افغانانو ته د برېښنايي پېژندپاڼو د ترلاسه کولو په برخه کې ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

ټاکل شوې چې د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې ماموریت په راتلونکو څو ورځو کې په ابوظبۍ کې د الکټرونیکي پېژندپاڼو د وېش بهیر پیل کړي.

د دې ادارې مشر، فقیر محمد زیار ویلي: “زموږ هڅه دا ده، چې په هېواد کې دننه او بهر زموږ ټول هېوادوال په اسانۍ سره الکټرونیکي پېژندپاڼې ترلاسه او له ګټو یې برخمن شي.”

د ملي احصایې ادارې مسوولین وايي، په بهر کې د الکټرونیکي پېژندپاڼو د وېش مرکزونه د ۱۴۰۲ کال د سلواغې په میاشت کې له بهرنیو چارو وزارت سره د لاسلیک شوي تفاهم لیک پر بنسټ جوړېږي.

دوی دا هم ویلي چې په ايران او نورو هېوادونو کې به هم ډېر ژر د پېژندپاڼو د وېش مرکزونه فعال شي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...