د ايران ټاکنو ملي کمېسيون نن د (غبرګولي په ۲۹مه) د دغه هېواد د ترسره شويو ولسمشريزو ټاکنو پايلې اعلان کړې. د تازه پايلو له مخې د يادو ټاکنو مخکښ نوماند ابراهيم رئيسي د ټولټال رايو ۶۲ سلنه ترلاسه کړي دي.
د ټاکنو ملي کمېسيون له دې اعلان سره د ايران د ولسمشريزو ټاکنو دوو نورو نوماندانو عبدالناصر همتي او محسن رضايي هم په ټاکنې کې خپله ماتې منلې او رئيسي ته يې د بريا مبارکي ويلې ده.
دوی هيله څرګنده کړې چې د رئيسي په مشرۍ د ايران نوې اداره به د ښه ژوند په موخه د عامه خدمتونو وړاندې کولو ترڅنګ، د اقتصادي پياوړتيا او د خلکو د هوساينې په برخو کې پوره هڅې وکړي.
رئيسي د ايران د ټاکنو ملي کمېسيون د پايلو او دغه راز د خپلو سيالو نوماندانو د غبرګون په اړه سم لاسي څه نه دي ويلي.
په ايران ولسمشريزې ټاکنې پرون جمعه د (غبرګولي په ۲۸مه) د ۷ نوماندانو ترمنځ ترسره شوې.