د هندوستان غوره لیګ يا آي پي ایل په۲۳مه سیالۍ کې راجستان خپلې سيالې ګجرات لوبډلې ته د ۳ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.
دغه سیالي چې د یکشنبې ماښام ناوخته ترسره شوه، ګجرات د ۷ وېکټو په تاوان د ۱۷۸ منډو هدف ټاکلی و. د ګجرات په توپوهونکو کې ډېوېډ میلر او شبمن ګیل په ترتیب سره ۴۶ او ۴۵ منډې وکړې.
راجستان لوبډلې ته په توپ اچونه کې سندیپ شرما ۲ لوبغاړي وسوځول. که څه هم په دې سیالۍ کې تر وروستۍ شېبې د لوبې اړخ نه معلومېده، خو د شیمرن هېټمایر او سانجو سامسون نیمه سلیزو راجستان ته یوه بله بریا ورکړه او د نومرو په جدول کې یې لومړی مقام خپل کړ.
په دې سیالۍ کې افغان لوبغاړي نوراحمد هم په آی پي ایل کې خپله لومړنۍ سیالۍ ترسره کړه. هغه په خپل لومړي اور کې د سامسون وېکټ وسوځوله او بیا یې په ۲.۲ اورونو کې ۲۹ منډې ورکړې.
دغه راز راشدخان هم په دې سیالۍ کې دوه وېکټې وسوځولې. هغه په ۴ اورونو کې ۴۶ منډې ورکړې.
خان اوسمهال د زیاتو وېکټ اخيستونکو په ډله کې له مارک ووډ او چهیل سره برابر دی چې ټولو ۱۱-۱۱ وېکټې اخيستې دي. ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ رویال چلینجرز بنګلور له چینای سوپرکینګز سره سیالي وکړي.