Home » سپورټ » آی پي ایل؛ افغان ورو توپ اچونکیو د ممبۍ انډینز لوبډلې د توپ وهنې ملا ماته کړه

آی پي ایل؛ افغان ورو توپ اچونکیو د ممبۍ انډینز لوبډلې د توپ وهنې ملا ماته کړه

د هندوستان غوره لیګ یا ای پي ایل په ۳۵ مه سیالۍ کې ګجرات ټایټانز د ممبي اینډینز لوبډلې ته په ۵۵ منډو ماتې ورکړه.

ګجرات لوبډلې د ۲۰۸ منډو هدف ټاکلی و، چې په کې شبمن ګیل ۵۶، ډیویډ میلر ۴۶ او منوهر ۴۲ منډې وکړې او ممبي یې په ځواب کې ۱۵۲ منډې وکړې.

په دې سیالۍ کې چې د سې شنبې په ماښام ترسره شوه، دوه افغان لوبغاړو راشدخان او نوراحمد هم د ګجرات په بریا کې مهم رول ولوباوه او ۵ لوبغاړي یې وسوځول.

راشدخان چې په دې لوبه کې ۲ وېکټې ترلاسه کړې، په روانو سیالیو کې یې د وېکټو مجموعه ۱۴ ته لوړه شوه او تر ټولو توپ اچونکو مخکې شو.

بل افغان لوبغاړي نوراحمد بیا په دې لوبه کې ۳ ویکټې واخیستې او کامرون ګرین، سوریا کمار او ټیم ډیویډ یې وسوځول، چې د ممبۍ انډینز لوبډلې ورباندې زیات حساب کاوه.

د ویلو ده چې د ای پي ایل لیګ ۳۶مه سیالي به د چهارشنبې په ورځ د رایل چیلینجرز بنګلور او کلکته نایټ رایډرز ترمنځ ترسره شي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...