Home » سیمه او نړی » آیا پوهیږی چې د نړۍ دروغجن ولسمشر څوک ده؟

آیا پوهیږی چې د نړۍ دروغجن ولسمشر څوک ده؟

یو تازه راپور چې په رسنیو کې خپور شوي د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په اړه ده، په دغه راپور کې راغلي چې ولسمشر ټرمپ چې له کومې ورځې ولسمشرۍ واک په لاس کې اخیستي تر اوسه پورې شل زره کرته دروغ ویلي او تېرایستونکې ژمنې کړي.

ولسمشر ټرمپ زیات دروغ کورنیو او نړیوالو مهمو مسایلو په اړه ویلي، یوازې کرونا په اړه يې ۱۲۰۰ ځلې دروغ ویلي.

رسنۍ وايي، ټرمپ په اوسط ډول د ورځې ۲۷ ځله دروغ ویلي او یا يې دروغجنې ژمنې کړي، د واک په لومړیو سلو ورځو کې تقریباً ۵۰۰ ځلې دروغ ویلي.

دغه راپور وايي، چې ولسمشر ټرمپ د واک په لومړیو ورځو کې په اوسط ډول د ورځې پنځه دروغجنې ژمنې کړي،

 ولسمشر ټرمپ اکثره دروغ د خپلې شخصي کوټې څخه د ټویټر په واسطه ویلي، هغه دغه دروغ د حقایقو د ارزولو څخه پرته ویلي،

 خو د امریکا اکثره سیاستوال او شنونکي ولسمشر ټرمپ د امریکا لپاره درد سر بولي خو ځینې بیا ورته لیونی وايي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...