Home » دسته‌بندی نشده » آیا په پنجشیر کې بشري جنایت رامنځته شوی؟

آیا په پنجشیر کې بشري جنایت رامنځته شوی؟

لیکوال: صدیق الله احمدزی

ریچارد بنټ، د افغانستان لپاره د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی او د ملګرو ملتونو کې پخوانی دیپلومات افغانستان ته د خپل سفر په بهیر کې له پنجشیر ولایت څخه لیدنه وکړه. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا وروسته له دوه لسیزو د لومړي ځل لپاره ریچارد بنټ د خپل ځانګړي ګزارش ورکوونکي په توګه ګومارلی ترڅو په افغانستان کې بشري حقونو د نقض حالت ارزونه وکړي او ټول حقایق په مستند توګه دغې شورا ته وړاندې کړي.

د ریچارد بنټ د خپل سفر په پای کې څرګنده کړه چې د بشري حقونو وضعیت په افغانستان کې «اوس هم په شدت سره د اندېښنې وړ دي». نوموړي پنجشیر ولایت ته هم سفر وکړ او له دغه ولایت څخه یې له راغونډ شویو اسنادونو او شواهدو څخه یو راپور چمتو کړ او د بشري حقوقو بېلابېلو سازمانونو ته یې لېږلی. د ریچارد بنټ د سفر له پای ته رسېدو وروسته د پنجشیر ولایت لپاره د اسلامي امارت د والي، مولوي محسن هاشمي لخوا ټولو نظامي او ملکي کارکوونکو ته امر وشو چې له ګرځنده ټلفون څخه استفاده ونکړي او په خپل غژیږ پیغام کې یې هغوی ته توصیه وکړه چې دا دستور یې د د طالبانو د مشر، ملات هیبت الله آخوند زاده لخوا ترلاسه کړی ده.

د طالبانو والي او نورو طالب چارواکو د طالبانو د مشر د دغه پيغام په هکله چوپتیا غوره کړې، اما داسې انګېږل کېږی چې د غیرپوځیانو د شکنجې، اسارت او قتل په هکله ویډیو ګانې او انځورونه چې د خلکو د غضب او غوصې لامل ګرځېدلي او نړیوال سازمانونه یې راپارولي، د اسلامي امارت مشرتابه اړ کړې څو د پېښو د رسنیز پوښښ د مخنیوي لپاره دغه تدابیر ونیسي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

Spiritual Analyses: Checking Out the Realm Beyond

Lots of people transform to ...