په لومړي ځل يو ايټاليايي شرکت MSC Cruises يو داسې لاره جوړه کړي ده، چې په ۱۱۹ ورځو کې مو د سمندري کښتۍ په مرسته پر ټوله نړۍ ګرځوي.
دا سمندري کښتۍ به د جنورۍ په پنځمه نېټه د ايټاليې د جينيوا له بندرګاه څخه روانه شي او ١١٩ ورځې وروسته به بېرته همدې ځاى ته راستنه شي.
په دې سفر کې چې ١٣٠٠٠ امريکايي ډالر لګښت پرې راځي تاسو به وکولاى شئ په ١١٩ ورځو کې ٦ لويې وچې او ٣٢ هېوادونه وګورئ، دا سمندري کښتۍ به په ٣٢ هېوادونو کې ٤٩ ځايونو کې دمه کوي، تر څو خلک په يادو هېوادونو کې سياحت وکړي.
په هر بندرګاه کې چې دا سمندري کښتۍ ودرېږي، هلته به د ١٣ ساعتونو څخه نيولې بيا تر ٤ ورځو پورې دمه کوي، تر څو دا کسان په يادو هېوادونو کې چکر ووهي، سياحت وکړي، د هغوى له کلتور څخه خبر شي او د خپل سفر څخه خوند واخلي.
دا سمندري کښتۍ څلور رسټورانټونه لري، يوه فول ایچ ډي۴ سينما لري، يوولس بارز لري، د لمبا حوضونه لري او د لوبو لپاره هم ډېر ځايونه لري.
همدا راز ١٦ پوړونه لري چې ١٢٥٦ کېبنونه پکې دي او ٣٠١٣ مسافر پکې ځايېږي.