د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وايي، پاکستان حق لري چې د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې د ځان دفاع وکړي.
نوموړي دغه څرګندونې له رسنیو سره وروسته له هغه کړې دي، چې د پاکستان نظامي او سیاسي رهبرۍ وویل، هیڅ هیواد حق نه لري، چې هغو ترهګرو ته پناه ورکړي چې له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه وکړي.
پرایس د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، موږ د پاکستان د ملي امنیت د کمیټې له وروستۍ اعلامیې خبر یو. د پاکستان خلک له تروریستي بریدونو څخه ډیر ځوریدلي دي، نو پاکستان حق لري چې د ترهګرۍ پر وړاندې له ځان څخه دفاع وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه راز د افغانستان له سرپرست حکومت غوښتي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې په خپلو ژمنو ودریږي، خو د نوموړي په خبره چې تر اوسه پورې پر دغه ژمنو عمل نه دی شوی.
تازه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله یو ځل بیا ادعا کړې چې ترهګر له افغانستان څخه راځي بریدونه کوي او بیا بېرته هلته تښتي او په دې اړه به کابل ته شواهد هم وړاندې کړي.