د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه له ګومارل کېدو راهیسې په خپل لومړي سفر کې آصف دراني داسې مهال په کابل کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر سره د امنيتي همکاريو په اړه خبرې کړې چې د دواړو هېوادونو د چارواکو لخوا وخت ناوخت په دې اړه پر یوه او بل لوري تورونه لګېږي.
پاکستاني چارواکي اندېښنه ښيي چې په پاکستان کې جنګېدونکي اورپکي په تېره بیا د پاکستاني طالبانو تحریک له افغانستانه خپل بریدونه سمبالوي او طالبان دا ادعا په کلکه ردوي، اوس د دواړو هېوادونو حکومتي چارواکي یو وار بیا په دې برخه کې د همکاریو ژمنه کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه خپاره کړي بیان کې ليکلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد اصف دراني ته په کتنه کې ډاډ ورکړی چې هېڅکله به ضرر ور ونه رسوي او دا چې نه پرېږدي خاوره يې د کوم هېواد خلاف وکارېږي.
د بیان له مخې د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني هم ډاډ ورکړی چې هېواد به یې د امنیت په برخه کې همکاري کوي.
د آصف دراني تر سفر وړاندې د پاکستان د پوځ مشر، د دفاع وزیر او یو شمېر نورو چارواکو تور پورې کړی و چې د پاکستان په نا امنیو کې د افغانستان خاوره کارېږي؛ هغه تورونه چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا بیا په کلکه رد کړي.