Home » افغانستان » آسټین: امریکا غواړي د افغانستان ترټولو اوږده جګړه په مسوولانه توګه پای ته ورسوي
رویداد خبري آژانس

آسټین: امریکا غواړي د افغانستان ترټولو اوږده جګړه په مسوولانه توګه پای ته ورسوي

امریکا دد دفاع وزیر او افغان ولسمشر پر سولې او روان تاوتریخوالي خبرې کړې دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د امریکا د دفاع له وزیر لویډ جیمز آسټین سره کتلي دي.

د پنټاګون مشر په دې لیدنه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمولو غوښتونکي دي او ددې ملاتړ کوي چې دلته دیپلوماتیکې هڅې ګټورې تمامې شي.

آسټین وایي افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي او امریکا په دې برخه کې پوره همکاري کوي.

دواړو لورو همدا راز د تاوتریخوالي پر اوسنۍ کچه هم اندېښنه ښودلې ده او ټینګار یې کړی چې د جګړې پر ځای باید د سولې خبرې چټکې کړل شي.

ولسمشر غني او آسټین همدا راز ویلي چې یوازې عادلانه سوله افغانستان ته دایمي او تلپاتې ثبات راوستلی شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...