Home » سپورټ » ‏ ‏د ازادې مبارزې افغان لوبغاړي نصرت حقپرست خپل امریکايي سیال ته ماته ورکړه
رویداد خبري آژانس

‏ ‏د ازادې مبارزې افغان لوبغاړي نصرت حقپرست خپل امریکايي سیال ته ماته ورکړه

د ازادو سیالیو ”سوک وهنې“ افغان اتل نصرت حقپرست خپل امریکایي سیال ته د UFC سیالیو پۀ لړ کې ماتې ورکړه.


دغه سیالي پرون د امریکا په لاس ویګاس ایالت کې ترسره شوې چې په درېیواړو میدانونو کې یې خپل سیال الیکس مونوز ته ماتې ورکړه.


د سیر بهادر وروسته نصرت حقپرست دوهم افغان ازاد سوک وهونکی دی چې د افغانستان تر بیرغ لاندې سیالۍ کوي.


ویل کیږي چې  د نصرت حقپرست دولسمه ازاده سیالي ده چې ګټي یې.


دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي حقپرست تر دې مخکې څلور ځلې د UFC په میدان کې سیالۍ کړي چې د فرانسې تیبات، د انګلستان مارک دیکیسي، د برازیل سیلوای ته یې ماتې ورکړې خو یوځل یې د پولنډي مارسین هیلد څخه بایللې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...