د یمن د دولت ویاند رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د حوثیانو تر ولکې لاندې ښارونو باندې د امریکا او برېتانیا د هوایي بریدونو له امله ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.
د رویټرز د راپور له مخې، دا هوايي بریدونه پرون دوشنبې، د مارچ په ۱۱مه نېټه شوي دي.
په همدې حال کې حوثیانو ته اړوندې خبري شبکې «المسیره» ویلي، د امریکا او برېتانیا هوايي ایتلاف ۱۷ ځلې د یمن په لویدیځ کې پر الحدیده بندري ښار او نورو ساحلي سیمو هوايي بریدونه کړي دي.
دا بریدونه څو ورځې وروسته له هغې کېږي چې په سره سمندرګي کې د لومړي ځل لپاره پر نړیوالو بېړیو د حوثیانو په بریدونو کې څو یوه بېړۍ ډوبه او څو ملکیان ووژل شول.
په سره سمندرګي کې د متحده ایالاتو او برېتانیا له لوري د غچ اخېستوونکو اقداماتو سربېره هم حوثیانو په دې سمندرګي کې سوداګریزو بېړیو باندې بریدونه ډېر کړي. حوثیان د غزې جګړه کې له فلسطینیانو د ملاتړ په خاطر پر هغو بهرنیو بېړیو توغندیز بریدونه کوي، چې له سره سمندرګي او عدن خلیج څخه تېرېږي