حوثي یاغیانو له اتو بې پيلوټه الوتکو په استفادې د سعودي عربستان پر ابها هوايي ډګر بریدونه کړي دي.
د یمن نظامي چارواکو ویلي چې دوی د سعودي عربستان د وروستیو هوايي بریدونو په ځواب کې ددغه هېواد په جنوب کې پر ابها هوايي ډګر بریدونه کړي دي.
ددوی په خبره په بریدونو کې له اتو بې پيلوټه الوتکو کار اخیستل شوی دی او ددغه هوایي ډګر ډېری نظامي تاسیسات له منځه وړل شوي دي.
ابها هغه هوايي ډګر دی چې د سعودي په مشرۍ د حوثي یاغیانو ضد ایتلاف ترې د هوايي بریدونو لپاره استفاده کوي. د سعودي عربستان ځینو رسنیو هم پر دغه هوايي ډګر د برید راپورونه ورکړي خو په اړه یې بشپړ جزیات نشته دي.