Home » افغانستان » ګوترش: د نجونو د زدکړو پر وړاندې خنډ باید له منځه یوړل شي

ګوترش: د نجونو د زدکړو پر وړاندې خنډ باید له منځه یوړل شي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونيو ګوترش ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د نجونو د زدکړو پر وړاندې خنډ او پر کار بندیز باید لغوه شي. 

ګوترش دا څرګندونې سې شنبې د کب لومړۍ نېټه په خپله اېکس پاڼه مطرح کړې دي.

هغه زیاته کړې چې ښځې او نجونې باید په بشپړه او مانالرونکې توګه د ژوند په ټولو چارو کې ګډون وکولای شي.

د هغه په وینا: “افغان مېرمنې باید د ښوونځي له څوکۍ څخه نیولې تر هغه مېز پورې ګډون ولري چې پرېکړې پکې کېږي.”

هغه همداراز په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې افغانستان د امنیت، فساد او د نشه‌‌یي توکو د کرلو د مخنیوي په برخه کې پرمختګونه لري، خو یاد هېواد لا ډېر کار ته اړتیا لري.

ګوترش دا هم ویلي چې نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي، چې د ټولو افغانانو حقونه د ا.ا لپاره لومړیتوب ولري.

دا په داسې حال کې ده چې ګوترش په تېرو دوو ورځو په دوحه کې د افغانستان په اړه د بېلابېلو هېوادونو د استازو کوربه و.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...