Home » افغانستان » ګاونډيان: په افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت رامنځته کول اساسي اړتيا ده

ګاونډيان: په افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت رامنځته کول اساسي اړتيا ده

د افغانستان يو شمېر ګاونډي هېوادونه چې پرون چهارشنبه د (لړم ۵مه) د ايران په پلازمېنه تهران کې سره جرګه شوي وو، پر دې موافقې ته رسېدلي چې په افغانستان کې د ګډ او ټول‌شموله حکومت رامنځته کول يوه اړتيا ده.

دې هېوادونو په يوه خوله له اسلامي امارت غوښتي چې ژر تر ژره په افغانستان کې د ثبات په موخه داسې حکومت جوړ کړي د دغه هېواد ټول اقشار په کې برخه ولري.

له دې سره د تهران يادې غونډې ته د روسيې بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د سيمې له هېوادونو غوښتي چې د امريکا او ناټو ځواکونو ته په خپله خاوره کې ځای ور نه کړي.

نوموړي ويلي، له افغانستان څخه د امريکايي او ناټو تر وتلو وروسته، اوس دغه ځواکونه غواړي چې د سيمې په کوم بل هېواد کې ځان مېشت کړي، خو په خبره يې په سيمه کې يادو ځواکونو ته د مېشت کېدو ځای نشته.

لاوروف ويلي چې له افغانستان څخه د کډوالۍ جريان ته هم بايد معقول پای پيدا شي؛ ځکه د نوموړي په خبره دا مهال له دغه هېواد څخه يو شمېر داسې عناصرو چې له ترهګرۍ سره تړاو لري، د افغانستان ګاونډيو هېوادونو ته تګ پيل کړی دی.

د افغانستان په تړاو د تهران غونډه پرون چهارشنبه ترسره شوه چې په کې ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او پاکستان بهرنيو چارو وزيرانو حضور درلود او دغه راز د چين او روسيې بهرنيو چارو وزيرانو بيا په انلاين ډول په ياده غونډه کې برخه لرله.‎

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...