Home » افغانستان » کونړ کې د واورې خويېدو له امله ۲۰ تنه مړه شوي

کونړ کې د واورې خويېدو له امله ۲۰ تنه مړه شوي

د کونړ ولايتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په دانګام ولسوالۍ کې درنې واورې ورېدلي چې په ترڅ کې يې د واورې خويېدو پېښې هم رامنځته شوي دي.

د راپورونو له مخې په دانګام کې د واورې خويېدنې په وروستۍ پېښې له امله لږ تر لږه ۲۰ تنو ژوند بايللی دی.

د رسنيو له لوري په خپرو شوو راپورونو کې دا هم ويل شوي، چې تر دې دمه په ياده پېښه کې له واورې لاندې ۱۵ جسدونه را ويستل شوي او د پاتې نورو د موندلو لپاره هڅې دوام لري.

په وروستيو ورځو کې د واورې شديد اورښت له امله د سالنګونو په شمول، د کابل-غزني او کابل-غور لويې لارې هم د تګ راتګ پر مخ تړل شوي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...