د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د ځای پرځای شوي ماین چاودنې له امله ۵ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
د یاد ولایت د والي ویاند “عبدالغني مصمم” رسنیو سره په خبرو کې ويلي پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د ملکي وګړو د سپرلۍ موټر د سړک غاړې په ماین وربرابر شو چې په پایله کې یې دوه تنه مړه او درې تنه نور ټپیان شول
د مصمم په وینا نن سهار شاو خوا لس نیمې بجې یادې پېښه د شیګل ولسوالۍ موڼې کلي ته نږدې د میرزارې په سیمه کې رامنځته شوې چې له امله یې د یوې ښځې په ګډون یوه ماشومه وژل شوې ده او درې نور چې دوه په کې ماشومان دي ټپیان شوي دي
د نوموړي په خبره د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی.