Home » افغانستان » کورنيو چارو وزارت: کابل کې د انسان تښتوونکو ۷ کسيزه ډله نيول شوې

کورنيو چارو وزارت: کابل کې د انسان تښتوونکو ۷ کسيزه ډله نيول شوې

د کورنيو چارو وزارت مسوولانو خبر ورکړی چې په کابل کې يې د انسان تښتوونکو يوه مهمه ۷ کسيزه ډله د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې نيولې ده.

د دغه وزارت مسوولانو زياته کړې، ياده ډله چې د تښوونې په متعددو قضيو کې يې لاس درلود، د کابل ښار ۱۵مې حوزې په مربوطاتو کې نيول شوې ده.

د دوی په خبره نيول شويو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او د لا زياتو مالوماتو ترلاسه کېدو په موخه تر څېړنو لاندې دي.

د کورنيو چارو وزارت داسې مهال د انسان تښوونکو يوې ډلې د نيول کېدو خبر ورکوي، چې په دې وروستيو کې په کابل او ولايتونو کې د وسله‌والو شوکو، غلاوو او انسان تښتوونې په اړه شکايتونه زيات شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...