د هندوستان او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د هند په پونه ښار کې ترسره شوه.
د هند لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۱۷ منډې وکړې او انګلېنډ ته یې ۳۱۸ منډې هدف ورکړ.
د انګلستان ټول لوبغاړي په ۴۲ اعشاریه یو اورونو کې په ۲۵۱ وسوځېدل او لوبه ترې هندوستان په ۶۶ منډو وګټله.
د لوبې غوره لوبغاړی شېکر دوان وپېژندل شو؛ نوموړي په ۱۰۶ توپونو د ۲ شپږیزو او ۱۱ څلوریزو په مرسته ۹۸ منډې کړې وې.
دواړه لوبډلې دویمه یو ورځنۍ لوبه د راتلونکې جمعې په ورځ پیلوي.