Home » افغانستان » کرکټ؛ افغانستان له سکاټلنډ څخه تمریناتي لوبه د ۵۵ منډو په توپیر وګټله

کرکټ؛ افغانستان له سکاټلنډ څخه تمریناتي لوبه د ۵۵ منډو په توپیر وګټله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریز نړیوال جام په دویمې تمریناتي سیالۍ کې د سکاټلنډ ملي لوبډې ته د ۵۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دا لوبه د جمعې په ورځ د مې په ۳۱مه نېټه د کابل پر وخت ماښام ۶:۳۰ مې بجې پیل شوې وه چې افغان لوري د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه.

په دې تمریناتي لوبه کې د افغان لوبډلې د توپوهنې پیل رحمن الله ګربز او ګلبدین نایب وکړ.

ګربز تر ۸ منډو جوړولو وروسته وسوځېد او نایب بیا د ۶ شپږیزو او ۵ څلوریزو پر مټ ۶۹ منډې جوړې کړې.

دغه راز عظمت الله عمرزی بل لوبغاړی و چې ۴۸ منډې یې جوړې کړې او محمدنبي او راشدخان بیا په ترتیب سره ۱۶ او ۱۵ منډې وکړې.

د سکاټلنډ لپاره په توپ اچونه کې کرېس سول ۳ افغان لوبغاړي وسوځول.

د یادې لوبډلې توپوهونکي د ۲۰ اورونو په لوبولو بریالي شول، خو یوازې ۱۲۳ منډې یې وکړې او ۹ لوبغاړي یې وسوځېدل.

مارک ویټ یې مخکښ منډه جوړونکی و چې ۳۴ منډې یې وکړې.
په افغان توپ اچونکو کې کریم جنت او مجیب الرحمن ۲ـ۲ او نورو ټولو توپ اچونکو یوه یوه وېکټ ترلاسه کړه.

ګلبدین نایب د لوبې د غوره لوبغاړي په توګه نومول شوی دی.

افعانستان به خپله لومړۍ رسمي سیالي د یوګاندا د لوبډلې پر وړاندې د جون میاشتې په ۴مه نېټه د کربین د ګایانا په ټاپو کې ولوبوي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...