د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د کرنې وزارت د پرمختیایي برنامو او پروژو له لارې په دې ولایت کې د لوړ ارزښت لرونکو کرنیزو محصولاتو او د سبو او ترکاریو د کرکېلي د نویو لارو چارو دودولو په پار ددې ولایت په کچه ۴۸۲لویې او کوچنۍ شنې خونې جوړې کړي دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس انعام الله صافی وایي، چې د یادو ۴۲۸ شنوخونو له ډلې ۲۵۳ عملاً فعالیت کوي او د مارکېټ غوښتنې ته په کتو رومي بانجان او بېلابېل سابه او ترکاري په کې کرل کیږي.
د ښاغلي صافی په وینا، سږکال له یادو ۲۵۳ شنوخونو نږدې ۸۰۰ مټریک ټنه رومي بانجان راټول او بازار ته وړاندې شوي، چې د تېرکال په پرتله یې حاصلات د پام وړ زیات شوي دي.

په عین حال کې له شنوخونو برخمن شوي کروندګر وایي، چې له خپلو شنوخونو څخه په یو کال کې څو ځلې حاصل راټولوي او په لږ خواری سره ډېره ګټه تر لاسه کوي.
د ننګرهار یوشمېر اوسېدونکي وایي، د شنو خونو له برکته روان کال کې د رومیانو او بادرنګو د حاصلاتو له کمښت سره هم نه دي مخامخ شوي.
بلخوا د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، چې دمګړۍ د هېواد په ټولو ولایتونو کې په سلګونه وړې او سوداګریزې شنې خونې جوړې شوي دي، چې د کال په ټولو موسمونو کې په کې د ډول ډول سبو او ترکاریو کرکېله کیږي او د بزګرانو دعوایدو په ښې سرچینې بدل شوي دي