Home » اقتصادی » کرنې وزارت؛ راتلونکي کال کې د هېواد په اتو ولایتونو کې ۳۳۲ جریبه متراکم بڼونه جوړوي
رویداد خبري آژانس

کرنې وزارت؛ راتلونکي کال کې د هېواد په اتو ولایتونو کې ۳۳۲ جریبه متراکم بڼونه جوړوي

دافغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې ددې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې له لارې په ۱۴۰۰مالي کال کې د هېواد په اتو ولایتونو کې ۳۳۲متراکم بڼونه جوړ کړي.

یاد وزارت زیاتوي، په دغو جوړېدونکو بڼونو کې به د مڼو، شفتالو، ناکو، الو، انارو او لیمو بڼونو جوړول شامل دي، چې د جوړلو لګښت به یې ۵۹ میلیونه او ۲۲۶زره او ۵۵۹ افغانۍ وي.

رویداد خبري آژانس

د کرنې وزارت ویلي، چې یاد بڼونه د کابل، بامیان، غزني، میدان وردګ، پکتیکا، لوګر، پکتیا او خوست په ولایتونو کې جوړیږي.

د کرنې، اوبولګو او مالدارۍ وزارت دغه راز ویلي چې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه، د کرنې وزارت یو له هغو پروژو څخه دی، چې د اسیا پراختیایي بانک له خوا تمویلیږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...