Home » اقتصادی » کرنې ریاست: نورستان کې ۵۰۰ مېرمنو ته ته د کار زمینه برابره شوې
رویداد خبري آژانس

کرنې ریاست: نورستان کې ۵۰۰ مېرمنو ته ته د کار زمینه برابره شوې

د نورستان د کرنې ریاست په دې ولایت کې۵۰۰ مېرمنو ته د کار زمينه د برابرېدو خبر ورکړی دی.

د نورستان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې ۵۰۰ مېرمنو ته د کرکېلي په برخه کې په کور د ننه د کار کولو زمينه برابره شوې ده.

د نورستان دکرنې ریاست وایي، چې په دې ولایت کې مېرمنو ته د کورنیو باغچو په جوړولو، پر دوی د کورنیو باغچو د اړوندو توکو وېش، د بېلابېلو سبو تخمونو په وېش او ترڅنګ یې په کورنیو باغچو کې د کرکېلي د لارو چارو او د سبو د پروسس د لاروچارو په ښودلو سره ۵۰۰ مېرمنو ته د کارزمینه برابره شوې ده.

رویداد خبري آژانس

د کرنې ریاست چارواکي دغه راز زیاته کړې، په نورستان کې مېرمنو ته د زعفرانو کښت او راټولو او د سبو او ترکاریو د کرکېلي عملي او نظري روزنیزې برنامې هم په لاره اچول شوي دي ترڅو دوی په کور د ننه په کار بوختې شي او د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...