Home » افغانستان » کرزی: حکومت دې د ولس له غوښتنې سره سم د نجونو ښوونځي پرانېزي

کرزی: حکومت دې د ولس له غوښتنې سره سم د نجونو ښوونځي پرانېزي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي يو ځل بيا د ديني عالمان او خلکو له هغه دريځ ملاتړ کړی، چې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي څخه د پورته ټولګيو نجونو ښوونځيو د پرانيستو غوښتنه يې کړې.

نوموړي تازه په خپل ټوېټر کې د (وري په ۲۰مه) د افغان ديني علمانو ملي ډيالوګ تر عنوان لاندې ترسره شوې غونډه له لارې، د ښځو او ديني عالمانو له لوري د نجونو پر مخ د ښوونځيو پرانيستو له دريځ ملاتړ څرګند کړی.

حامد کرزي يو وار بيا ټينګار کړی، چې سرپرست حکومت دې د ديني عالمانو او هېوادوالو غوښتنې ته درناوی وکړي او سم‌لاسي دې په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي پرانیزي.

له شپږم ټولګي څخه د پورته ټولګيو نجونو پر مخ د ښوونځيو بندولو پر وړاندې پر کورنيو او نړيوالو غبرګونونو سربېره هم، اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه پرېکړه نه ده کړې.

عام ولس غوښتنه کړې، چې اسلامي امارت دې ژر د نجونو ښوونځي پرانېزي او په يوه او بله پلمه دې د نجونو د زده‌کړو مخه نه نيسي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...