پښتون ژغورنې غورځنګ غړو خبر ورکړی چې په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد محکمې له زندان څخه د علي وزير د خلاصون په موخه وړاندې شوی ضمانت رد کړی دی.
د علي وزیر مدافع وکيل قادر خان اېډوکېټ هم رسنيو ته ويلي، چې د محکمې د تېرې پرېکړې له مخې اړتيا وه چې د پوليسو له لوري ۴ ګواهان د پرونۍ محکمې پرمهال حاضر شي؛ خو د نوموړي په خبره محکمې ته يوازې دوه ګواهان حاضر شوي وو.
اېډوکېټ زياته کړې، څو چې پاتې دوه ګواهان محکمې ته حاضر نه شي، نو د ترهګرۍ ضد محکمې ته د علي وزير د خلاصون په موخه بل ضمانت نه شي وړاندې کېدای.
محکمه داسې مهال پر ضمانت له زندان څخه د علي وزير خلاصون ردوي چې لا هم په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري د نوموړي د خلاصون په موخه پرلت روان دی.
دوې ورځې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين رسنيو ته ويلي و، په کراچۍ کې به يې پرلت تر هغې دوام وکړي څو چې علي وزير له زندان نه وي خوشی شوی.