د کاپ۲۶ سرمشريزې غړي هېوادونو له اوږدو بحثونو وروسته، د اکليمي بدلون په ترڅ کې د رامنځته کېدونکو خطرونو د مخنيوي لپاره د سکاټلنډ په ګلاسګو ښار کې پر يوه هوکړه سلا وکړه.
د نوې هوکړې له مخې، د ډبرو سکارو کارول د هوا اتوموسپېر ته د مضرو ګازونو د خپراوي يو عمده لامل بلل شوی او پرېکړه شوې چې د ډبرو سکرو د توليد کچه به کمېږي.
د سرمشريزې په لومړيو کې هوکړه شوې وه چې د ډبرو سکرو توليد به په قطعي توګه بندېږي؛ خو دغه پرېکړه د هند له مخالف سره چې په ياده سرمشريزه کې د وېټو واک لري مخ شوه او له هغې وروسته يې د توليد پر کمولو هوکړه وشوه.
په دې هوکړه کې له مخ پر ودې هېوادونو سره د مالي مرستې کولو ژمنه هم شوې ده، څو د يادې هوکړې په چوکاټ کې د اقليمي بدلون په برخه کې همکاري وکړي.
د دې هوکړې له مخې به تر ۲۰۳۰ زېږديز پورې په هوا کې د کاربن کچه تر ۴۵ سلنې کمه شي. ساينسپوهانو ويلي، که د تودوحې کچه تر ۱.۵ درجې محدوده وساتل شي، نو د اقليمي خطرونو ډېره مخه نيول کېدای شي.
د ګلاسګو دغه تازه هوکړه د اقليمي بدلونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو مخنيوي په برخه کې، يوه بېسارې او لومړنۍ هوکړه بلل کېږي.