Home » افغانستان » کاناډا ته د امرالله صالح د تګ په اړه ضد او نقيض راپورونه!

کاناډا ته د امرالله صالح د تګ په اړه ضد او نقيض راپورونه!

په دې وروستيو کې د ځينو رسنيو له لوري داسې راپورونه خپاره شوي چې ګواکې د افغانستان مخکينی مرستيال ولسمشر امرالله صالح کاناډا ته تللی او هلته يې مېشت شوی دی.

دې راپورونو ته په غبرګون کې تازه د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان د جنوبي اسيا برخې مرستيالې پاټرېشيا ګاسمن ويلي، د دې احتمال شته چې د کاناډا د کډوالو برخې اداره، د امرالله صالح استخباراتي تجربو ته په پام سره په کاناډا کې د نوموړي اوسېدو ته لېوالتيا وښيي.

له دې وړاندې يوه افغان خبريال هم د يوې سرچينې په حواله چې نوم يې نه و ذکر کړی ويلي و، امرالله صالح هڅه کوي چې د اوسېدلو په موخه کاناډا ته لاړ شي.

د يادې سرچينې له قوله زياته شوې، صالح موده وړاندې له يوې نړيوالې رسنۍ غوښتي و څو د کاناډا حکومت قانع کړي چې نوموړي ته په کاناډا کې د اوسېدو اجازه ورکړي.

تر اوسه امرالله صالح د يادو راپورونو په اړه څه نه دي ويلي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...