د پاسپورټ رياست خبر ورکړ چې په کابل کې د پاسپورټ د وېش لړۍ پر وړاندې ټولې تخنيکي ستونزې حل شوي او سر له سبا د يکشنبې په ورځ د (لېندۍ په ۲۸مه) بيا خلکو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ پيلوي.
د پاسپورټ عمومي رئيس علم ګل حقاني نن شنبه د (لېندۍ په ۲۷مه) د خبري کنفرانس پرمهال وويل، په دې لړۍ کې هغو کسانو ته هم د پاسپورټ وېشل شامل دي چې له وړاندې يې په انلاين ډول د پاسپورټ اخيستو غوښتنه کړې.
نوموړي زياته کړه، د انلاين له لارې د پاسپورټ ۵سوه غوښتنليکونو ته به په مرکز کابل کې رسېدنه وشي. د حقاني په خبره يادو کسانو ته د پاسپورټ توضېع کېدو پړاو له بشپړاوي وروسته به، د پاسپورټ غوښتنې په موخه په نوې بڼه انلاين فورمونه هم فعال شي.
حقاني وايي، چې دامهال د ولايتونو او مرکز په شمول ۷زره کسانو ته پاسپورټ توضيع کولی شي. په ورته مهال نوموړي په ولايتونو کې د نږدې ۳۰ او په کابل کې د ۱۵۰تنو هغو کسانو له نيول کېدو هم خبر ورکړ چې د پاسپورټ اخيستلو پرمهال يې له خلکو د کميشنکارانو په توګه پيسې اخيستې.