Home » افغانستان » کابل کې د داعش ډلې یو غړی نیول شوی
رویداد خبري آژانس

کابل کې د داعش ډلې یو غړی نیول شوی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په کابل ښار کې د داعش ډلې د یوه غړي د نیول کېدو خبر ورکړ.

دغه وزارت نن شنبه (د وري ۷مه نېټه) ویلي چې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ښار د اتمې ناحیې په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د داعش ډلې یو غړی له وسلو او نظامي تجهیزاتو سره یو ځای نیولی دی.

یاد وزارت زیاته کړې چې د دې ترڅنګ د لوګر ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې هم د طالبانو د وسلو او چاودېدونکو توکو یوه زېرمه کشف او ترلاسه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت همدارنګه زیاته کړې چې له یادې زېرمې څخه د څو میله کلاشینکوفونو په ګډون توغندي، د سړک غاړې ماینونه او نظامي تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.خبر او عکسونه کورنیو چارو وزارت

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...