د کابل پولیس وایي، ترهګرو تېر ماښام د کابل ـ ننګرهار پر لویه لاره ۱۹مې ناحیې اړوند پکیتا کوټ سیمه کې څه اندازه چاودېدونکي مواد ځای پر ځای کړي وو چې پولیسو یې مخه نیولې ده.
اعلامیه زیاتوي:” د کابل ــ جلال آباد په لويه لار ۱۹ مه ناحیه اړوند پکتیا کوټ سیمه کې د ترهګرانو لخوا یوه کړۍ ماینونه د عام وګړو وژنې په موخه ځای پر ځای شوي او چاودیدو ته چمتو شوي وو چې د چاودیدو څخه مخکې د یادې حوزې پولیس منسوبینو لخوا کشف او د کابل امنیه قوماندانۍ انجنیري ټیم لخوا شنډ شو او په دې توګه په کابل ښار کې د یوې خونړې پیښې رامنځته کیدو څخه مخنیوی وشوه.”
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې هم د کابل امنیه قومندانۍ د اتمې ناحیې اړوند رحمن مینه سیمه کې هم د څو خونړې بریدونو رامنځته کیدو څخه مخنیوی خبر ورکړی وه.
دا خبر يې په دې حال کې ورکړی وه چې په دې سیمه کې یوه کړې لوې بشکه يي ماین او څلور کړۍ واړه ماینونو له چاودیدو مخنیوی يې وکړ.