د افغانستان سرپرست حکومت له څو ورځني ځنډ وروسته نن پنجشنبه د (زمري په ۱۳مه) د امريکا ولسمشر جوبايډن هغې ادعا ته غبرګون وښود، چې په کابل کې يې د وروستي هوايي بريد په وسيله د القاعده شبکې د مشر ايمنالظواهري د وژلو په اړه کړې.
حکومت په دې اړه خپله اعلاميه کې ويلي، د افغانستان سرپرست حکومت کابل ته د ایمن الظواهري د راتګ او دغلته د نوموړي اوسیدو په اړه هیڅ مالومات نه لري.
په اعلاميه کې ويل شوي، چې د حکومت مشرتابه کشفي او استخباراتي ارګانونوته لارښونه کړې څو د پيښې د مختلفو اړخونو په هکله هر اړخیزې او جدي څیړنې وکړي.
اعلاميه زياتوي، د افغانستان له خاوري څخه د امریکا په شمول هیچا ته خطر نه دی متوجه شوی، حکومت د دوحې هوکړې عملي کول غواړي او له هوکړې سرغړوني باید پای ته ورسېږي.
د حکومت په اعلاميه کې ادعا شوې چې امريکا د ياد بريد په ترسره کولو سره د افغانستان حريم نقض کړی، چې د حکومت په خبره دا کار د نړيوالو اصول خلاف دی او له همدې کبله يې ترسره شوی بريد يو وار بيا غندلی.
په اعلاميه کې خبرداری ورکړی، چې د دا ډول پيښو د تکرار په صورت کې چې د افغانستان پر خاوره تجاوز وشي، د هر ډول پايلو مسوولیت به د امریکا په غاړه وي.