Home » افغانستان » کابلوف: د روسیې په استازیتوب به د دوحې په غونډه کې ګډون وکړم
رویداد خبري اژانس
رویداد خبري اژانس

کابلوف: د روسیې په استازیتوب به د دوحې په غونډه کې ګډون وکړم

د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی، ضمیر کابلوف، د افغانستان په اړه د دوحې په راتلونکې غونډه کې به د روسیې په استازیتوب ګډون وکړي.

د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي پرون د سلواغې په ۲۰مه له «تاس» خبري اژانس سره په خبرو کې دا موضوع یاده کړې ده.

 کابلوف ویلي چې د افغانستان په اړه د دوحې په غونډه کې به له خپلو شریکانو سره یو ځای سم لیدلوری ولري.

د افغانستان په اړه د هېوادنو د ځانګړو استازو غونډه به تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې د روانې میاشتې په ۱۸او ۱۹مه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربه‌توب په دوحه کې وشي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...