د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډيبرا لاينز د پوهنتونو د پرانيستې په اړه د اسلامي امارت له اعلان په هرکلي سره وايي، دا مهال په افغانستان کې د پوهنتونونو ښځينه او نارينه محصلانو ګډ ملاتړ ته اړتيا ده.
نوموړې پر ملاتړ کوونکو غږ کړی چې د تحصيلي بورسيو او ورته نورو پروګرام له لارې دې د پوهنتون نارينه او ښځينه استاذانو ملاتړ هم وکړي.
له دې وړاندې ملګرو ملتونو سازمان هم د نجونو او همکانو پر مخ د پوهنتون دروازو د خلاصولو په اړه، د اسلامي امارت له وروستۍ پرېکړې هرکلی کړی.
ملګرو ملتونو ټينګار کړی چې زدهکړو او تحصيل ته د نجونو او هلکانو برابر لاسرسی خورا مهم دی.