له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام په ترڅ کې ټاکل شوې په نږدې ورځو کې د چين له لوري له افغانستان سره د کرونا واکسين د مرستې بله جوپه هم کابل ته را ورسېږي.
په چين کې د افغانستان سفير جاوېد احمد قايم وايي، نن دوشنبه د (لېندۍ په ۱۵مه) يې په بېجينګ کې د چين حکومت له لوري له افغانستان سره د کرونا يو ميليون ډوز واکسين ترلاسه کړی چې ژر به افغانستان ته ولېږدول شي.
نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، د مرسته شوي واکسين دغه جوپه نن د بېجينګ په هوايي ډګر کې ور سپارل شوې او په خبره يې چين د کرونا واکسين په برخه کې له افغانستان سره نورې اضافي مرستې کولو ته هم لېوال دی.
چين داسې مهال له افغانستان سره د يو ميليون ډوز په اندازه د کرونا واکسين مرسته کوي، چې لا هم په افغانستان کې د کرونا ناروغي دوام لري؛ خو د افغانستان عامې روغتيا وزارت ويلي، چې د يادې ناروغۍ مثبتې پېښې په مراتبو کمې شوي دي.