د کندز پولیس وایي، پاکستان ته یې د دریو ماشومانو د قاچاق مخه نیولې ده.
د کندز د پولیسو ویاند هجرت الله اکبري وایي، دغه درې ماشومان چې د لسو کالو په شاوخوا کې عمر یې درلود د کندز د مرکز چرخ اب د سیمې اوسېدونکي وو.
اکبري وایي، تېره ورځ نا پېژاندو کسانو غوښتل دغه ماشومان پاکستان ته قاچاق کړې چې د دې ولایت پولیسو یې مخه نیولې ده.
نوموړی وایي، یادو ماشومانو د کندز ښار لیري په یوه مدرسه کې زده کړې کولې.
هغه وایي، تراوسه د دې په اړه معلومات نشته چې یاد ماشومان چا له مدرسې ایستلي او غوښتل یې پاکستان ته یې قاچاق کړي.
اکبري زیاتوي، پولیسو څېړنې پیل کړې دي ترڅو یاد کسان معلوم او د قانون منګولو ته یې وسپاري.