د افغانستان چارواکو خبر ورکړی چې دامهال حکومت د نړيوال رسميت په موخه وضعه شوي معيارونه پوره کړي او ژر به د نړيوالو له لوري په رسميت وپېژندل شي.
دا څرګندونې په اسلاماباد د افغانستان سفير سردار شکېب احمد پرون چهارشنبه د (مرغومي په ۲۲مه) يوې غونډې ته کړې دي. نوموړي زياته کړې، په افغانستان کې حکومت نړيوال معيارونه پوره کړي او وخت يې دی چې د نړيوالو له لوري په رسميت وپېژندل شي.
شکېب د ځينو پوښتنو په ځواب کې ويلي، حکومت د نجونو زدهکړو ته د شريعت په چوکاټ کې ژمن دی او دغه راز د ترهګرۍ مخنيوي په برخه کې به هم، هېچا ته د دې اجازه ورنه کړي چې خاوره يې د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.
نوموړي دا هم ويلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکي اوس په يوه ښه پړاو کې دي او په خبره يې د طالبانو له لوري د واک له نيولو وروسته، د کابل او اسلاماباد ترمنځ سوداګري په مراتبو زياته شوې ده.
شکېب ټينګار کړی چې اوسنی حکومت د افغانستان پر ځان بساينې لپاره هڅې کوي او په همدې موخه له ټولو هېوادونو سره د ښو او مثبتو اړيکو غوښتونکی دی.