Home » افغانستان » چارواکي:قاچاق شوي وينټلاټورونه پېښور کې په ۸زره ډالرو پلورل کيږي
رویداد خبري آژانس

چارواکي:قاچاق شوي وينټلاټورونه پېښور کې په ۸زره ډالرو پلورل کيږي

 یوه مياشت وړاندې پژواک خبري اژانس خبر ورکړ، چې د عامې روغتيا وزرات سره مرسته شوي ۳۲وينټلاټورونه پاکستان ته قاچاق شوي، پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي، چې د مصنوعي تنفس هغه ماشینونه (وینټلاټورونه) پېښور ښار کې په ۸ زرو ډالرو پلورل کیږي.

د افغان سفارت چارواکو په دې اړه  د قاچاقیانو له استازو ترلاسه شوي معلومات، د یو لیک له لارې د بهرنیو چارو وزارت ته استولي دي.

د سفارت له لوري لیږل شوی  ليک رسنیو ترلاسه کړی او په کې ويل شوي:” افغانستان سره مرسته شوي هغه ۳۲ پایې د مصنوعي تنفس ماشینونه(وینټلاټورونه) چې د عامې روغتیا وزارت د مامورینو لخوا د پیسو په بدل کې پاکستان ته قاچاق شوي، دا مهال په پېښور ښار کې د اتو زرو امریکايي ډالرو په مقابل کې پلورل کیږي.”

د یادونې وړ ده ، چې د کرونا وبا لپاره مرستو کې دا لومړی ځل نه دی، چې درغلي کيږي، بلکې د وچې ډوډۍ د ويش او نورو برنامو کې د پراخ اختلاس او درغليو خبر ورکړل شوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...