Home » افغانستان » څه باندې لس افغانان د پاکستان کراچۍ ښار له زندانونو خوشې شول

څه باندې لس افغانان د پاکستان کراچۍ ښار له زندانونو خوشې شول

یوولس نور افغان اتباع د پاکستان د کراچۍ له زندانونو ازاد او هېواد ته لېږدول شوي دي.

په کراچۍ کې د ا.ا قونسل جنرال سید عبدالجبار تخاري وايي، په خوشي شویو افغانانو کې یوه ښځه او اووه ماشومان هم شامل دي.

د هغه په ​​وينا، دغه افغانان په کراچۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ په همکارۍ د چمن – سپين بولدک له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

تخاري زیاتوي چې اوس ۳۵ نور افغانان په سند ایالت کې بندیان دي او د خوشي کولو هڅې یې روانې دي.

په کراچۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ د معلوماتو له مخې د سند له زندانونو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴ زره ۲۵۸ افغانان خوشي شوي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...