Home » افغانستان » پښتين: پر پاکستان باور نشته، هر وخت پر پښتنو ظلم کولو ته تيار دی

پښتين: پر پاکستان باور نشته، هر وخت پر پښتنو ظلم کولو ته تيار دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ يا PTM نن يک‌شنبه د (لېندۍ په ۲۱مه) د جنوبي وزيرستان په ټانک سيمه کې لويه ولسي غونډه چې زرګونه ميلت‌پاله ځوانانو او د پښتون ژغورنې غورځنګ پلويانو په کې برخه لرله، ترسره کړه.

يادې غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼو فعالانو خبرې وکړې او په کې يې په قبايلو، بلوچستان او پښتونخوا سربېره په پاکستان کې له پښتنو سره د روان روز زياتي درولو غوښتنه وکړه.

د ټانک دې غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين په خپلو خبرو کې وويل، د پاکستان رياست دې د علي وزير، حنيف پښتين، وېس ابدال او د دغه غورځنګ نورو غړو ترڅنګ دې ټول بې ګناه نيول شوي کسان خوشي کړي.

نوموړي ټينګار وکړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په هېڅ صورت د خپلو بندي فعالانو له حقونو تېرېدونکی نه دی او د دوی خلاصون په موخه به خپله مبارزه جاري ساتي.

پښتين دغه راز دغه د پاکستان حکومت تورن کړ چې په قبايلو کې د ځمکو پر سر د لانجو پرمهال خلک جګړې ته هڅوي او ان وسلې هم پرې وېشي. نوموړي له قومي مشرانو وغوښتل چې د ځمکو پر سر جګړو ته اجازه ورنه کړي او ورته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين دغه راز په افغانستان کې هم پر روانو هدفي وژنو اندېښنه وښوده او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل چې په افغانستان کې د يادو وژنو او د خلکو اقتصادي وضعيت له خرابېدو مخنيوی وکړي.

نوموړي زياته کړه چې افغان ځوانان د زده‌کړو او تحصيل بشپړ حق لري او په خبره يې همدې حق ته په پام سره دې په افغانستان کې د نجونو او هلکانو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانېستل شي.

ټاکل شوې د پښتون ژغورنې غورځنګ په روان ډيسمبر کې د خپلو بندي فعالانو د خلاصون په موخه په کراچۍ کې هم لويه ولسي غونډه او پرلت وکړي او له هغې وروسته به له خپلو زرګونه پلويانو سره يو ځای اسلام‌اباد ته پر اعتراض ځي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...