د خيبر پښتونخوا په لکي مروت سيمه کې پر پاکستاني پولیسو وسلهوال بريد شوي دی. پېښه پرون جمعه د (مرغومي په ۱۷مه) د موټرسايل سپرو له لوري په شين باغ کلي کې شوې ده.
ځايي چارواکو هم پر پوليسو وسلهوال بريد تائيد کړی او ويلي يې دي چې په دې بريد کې يوازې يو پوليس وژل شوي دی.
د ياد بريد مسووليت د تحريک طالبان پاکستان ډلې په غاړه اخيستی دی. په دې وروستيو کې د لويو خونړيو بريدونو ترڅنګ پر پاکستاني ځواکونو هدفي بريدونه هم پيل شوي چې د اکثره هغو مسووليت تحريک طالبان پاکستان له لوري اخيستل شوی.