د پوهنې وزارت اعلان کړی چې پروسږ کال په هېواد کې د اسلامي زدهکړو ۲۱زره او ۲۵۷ مرکزونه جوړ شوي، چې ۳میلیون او ۶۷۸ زره او۲۰۰ کسان پکې په اسلامي زدهکړو بوخت دي.
د دغه وزارت چارواکو نن (چهارشنبې، د وږي ۲۱مه)
«د اماراتي ادارو لاسته راوړنو» په پروګرام کې ویلي چې د اسلامي زدهکړو د مرکزونو په شمېرو کې ۱۹زره او ۶۶۹ مدرسې، یو زره او ۲۷۷ دارالحفاظونه، ۱۱۵ دارالعلوم او ۳۹ یتیم خونې شاملې دي.
له بلې خوا د پوهنې وزارت په ټول هېواد کې د دولتي او خصوصي ښوونځيو شمېر ۱۸ زره او۳۳۷ ښودلی دی.
دغه وزارت همدارنګه په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې د زدهکوونکو ټولیز شمېر له ۱۰میلیون او ۹۱۴ زرو څخه زیات اټکل کړی دی.
دا ټول په داسې حال کې دي چې د ا.ا د واک تر لاسه کولو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې ته ښوونځي او پوهنتون د تګ اجازه نه ورکول کېږي.