د پوهنې وزارت مسوولانو منلې چې د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي د پورته ښوونځيو تړل کېدو له امله، له سختو فشارونو سره مخ دي.
د پوهنې سرپرست وزير نورالله منير وايي، چې د نجونو زدهکړې له شرعيت سره په ټکر کې نه دي، پر ارزښت يې پوهېږي او د يادو زدهکړو د ودې لپاره اړتياوې ښې تشخيصولی شي.
د نوموړي په خبره د نجونو د زدهکړو مخالف نه دي؛ خو هڅه کوي څو يوه داسې فضا رامنځته کړي چې ټول نجوني له اندېښنې پرته په کې زدهکړې وکړي.
نوموړي هيله ښودلې چې ژر به له شپږم ټولګي پورته ښوونځي هم د نجونو زدهکوونکو پرمخ پرانيستل شي او د زړهکړو بهير به عادي حالت ته وګرځي.
نن دوشنبه د (وري په ۲۱مه) ۲۰۶ ورځې پوره کېږي چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجوني ښوونځيو ته نه دي تللي. د دوی پر مخ د ښوونځيو بندېدل د ولس له غوسې سره مخ دي او طالبانو غواړي چې د ولس له ارادې سره سم د نجونو ښوونځي ژر پرانېزي.