Home » افغانستان » پوتين: په افغانستان کې د حالاتو بدلون په اړه اندېښمن يوو

پوتين: په افغانستان کې د حالاتو بدلون په اړه اندېښمن يوو

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين يو وار بيا په افغانستان کې د روان وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې ويلي يې دي چې دغه وضعيت د سيمې هېوادونو لپاره د سر درد په توګه مطرح دی.

نوموړي د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې د دغه هېواد له لومړي وزير نريندرا مودي سره د لېدنې پرمهال خبريالانو ته ويلي، له ترهګرۍ سره د روسيې د متحدانو جګړه د نشه‌يي توکو او منظمو جرمونو پر وړاندې جګړه هم ده، خو په خبره يې له دې هر څه وړاندې په افغانستان کې د حالاتو د بدلونو په اړه اندېښمن دی.

ولسمشر پوتين زياته کړې چې د افغانستان موجوده وضعيت د سيمې پر هېوادونو هم اغېز کولی شي او اړتيا ده چې د ياد وضعيت د مهارولو لپاره سر له اوسه اقدامات وشي.

په همدې حال کې د هند لومړي وزير نريندرا مودي هم په افغانستان کې د وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې او د ياد وضعيت د ښه‌والي په موخه يې له افغانستان سره پر همکاريو ټينګار کړی.

د هند او روسيې مشرانو ترمنځ له لېدنې لږ وړاندې د هند بهرنيو چارو وزير سوبرامنيام جي شنکر ويلي و، چې په اوس کې کرونا، ترهګري، او له تاوتريخوالي ډکه سختدريځي د افغانستان پر وړاندې عمده پراته چلېنجونه دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...