د پښتون ژغورنې غورځنګ له لورې د روانې جنوري په ۲مه د کراچۍ په سهراب کوټ کې له لويې ولسي غوندې وروسته، د دغه غورځنګ پر دوو مخکښو غړو عريضې شوي دي.
دغه عريضې چې پر ګېلهمن پښتين او په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر ځايي مشر نورالله ترين شوي، په کې ويل شوي چې يادو دوو کسانو د کراچۍ پوليسو له اجازې پرته لويه غونډه راغوښتې.
په شويو عريضو کې شکايت شوی چې ګېلهمن پښتين او نورالله ترين زرګونه کسان راټول کړي وو او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو ورته احساساتي ويناوې کړي دي.
په يادو شکايتونو کې دا هم راغلي، چې ګېلهمن پښتين د پاکستان د پوځ خلاف د خلکو د پارونې توند شعارونه ورکړي او په دې شعارونو کې د پاکستان د پوځ رهبرۍ ته توهين شوی دی.
د دې ترڅنګ پر نورالله ترين تور پورې شوی چې غونډې ته يې د افغانستان ملي بيرغ دننه کولو اجازه ورکړې او د يادې غونډې په انځورونو کې د افغانستان ملي بيرغ څو ځايه لېدل کېږي.
رويداد خبري اژانس هڅه وکړه چې پر ګېلهمن پښتين او نورالله ترين د لګېدلو تورونو په اړه د دوی نظر هم واخلي؛ خو له هڅو سره سره يې اړيکه ټينګه نه شوه.
بل پلو نورالله ترين بيا رسنيو ته ويلي، چې د غونډې په اړه يې له پوليسو اجازه اخيستې او په کراچۍ کې د جنوري په ۲مه لويه غونډه له پوليسو سره په پوره همغږۍ ترسره شوې ده.