د ټلویزیون نړیوالۍ ورځې په مناسبت په کاردان پوهنتون کې د ژورنالېزم محصلانو له لوري تمثیلي کنفرانس ترسره شو.
د پوهنتون مسوول د یاد پروګرام له جوړېدو موخه د محصلانو ظرفیت لوړول او په تحصیلي برخه کې د زده کړیالانو هڅول یادوي.
دوی ټولنې ته د اطلاعاتو رسولو په برخه کې د رسنیو رول مهم بولي او وایې، هڅه کوي چې د زده کړیالانو لپاره د نظري زده کړو سربېره په عملي زده کړو کې هم زمینې برابرې کړي.
نورالله بابکرخېل زیاته کړه:«مونږ تل هڅه کې یو چې محصلینو لپاره نظري او عملي زده کړو په برخه کې زمینه برابره کړو، اوسنی پروګرام مو د زده کړیالانو د ظرفیت لوړونې په موخه و.»
زده کړیالان د دا ډول پروګرامو جوړېدل د علمي پانګې خړبولو په برخه کې مهم بولي او وایې، لازمه ده چې د محصلینو لپاره د نظري زده کړو سربېره په عملي برخه کې هم کار وشي.
د کاردان پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي یو زده کړیال سیعد محمد سهرابي وایي:«دا ډول پروګرامونه د زده کړیالانو لپاره ډیرګټوردي، ځکه دوی کولای شي د خپل راتلوونکې لپاره پلانونه جوړ کړي.»
د ژونالېزم پوهنځي یو بل زده کړیال حمیدالله مقصودي له حکومت غواړي چې ځوانانو او په ځانګړي ډول له پوهنتونونو څخه فارغ شویو کسان ته کاري فرصتونه برابر کړي.
مقصودي زیاتوي:«د رسنیو له ملاتړو بنسټونو او دغه راز د هیواد له خصوصي او دولتي رسنیو له مسوولانو غوښتنه کوم چې، دغه محصلین چې مسلکي دي په اړوندو برخو کې په دندو وګماري.»
په ټوله کې ټینګار پردې شوی د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو معیاري کول مهم دي او په دې برخه کې د ټولو علمي کادرونو همکاري اړینه ده.