د مصر د عامې روغتیا وزارت وایي د دوه اورګاډو د تکر له کبله ۳۲ کسان مړه شوي او شاخوا ۹۱ نور ټپیان شوي دي.
د مصر د اورګاډو د برخې چارواکي وايي یو اورګاډی روان و چې ځینو «نامعلومه افرادو» یې بریک کش کړ او اورګاډی یې ځای په ځای ودراوه او په همدې حال کې بل اور ګاډی راغلی او دا یې له شاه وهلی دی.
پېښه د جمعې په ورځ (کب۶) د مصر د نیل سمندر ته نږدې د تحته په ښار کې شوې ده. د لوی څارنوال دفتر د پېښې په اړه د تحقیقاتو امر کړی دی.
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي په خپل فیسبوک کې په یوې خبرپاڼې کې د دغې پېښې په اړه خواشیني ښودلې او ویلي چې د پېښې عاملینو ته به سزا ورکړل شي.
د مصر دولتي تلویزون وايي چې ولسمشر السیسي صدراعظم او د عامې روغتیا وزیرانو ته ویلي چې د پېښې ځای ته ورشي او حالت په خپلو سترګو وویني.
د عامې روغتیا وزارت یو ویاند ویلي ديچې لږ تر لږه ۹۱ ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي او ۳۲ تنه مړه شوي.
په مصر کې د اورګاډي پخوانۍ او اوږدې لیکې او لارې دي چې کله ناکله په کې دا ډول پېښې کیږي او تلفات اوړي.
په ۲۰۰۲ کې په اورګاډو کې د اور لګېدو په یوې پېښې کې ۳۶۰ تنه مړه شول.