د غزې په شمال کې پر فلسطيني ملکي وګړو د اسراييلي ځواکونو هغه برید نړیوال غبرګونونه پارولي چې له امله يې ۱۰۴ تنه قرباني شول.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټیفن دوجاریک وايي، د دغه سازمان سرمنشي پر دغو فلسطینیانو د اسراییلي ځواکونو برید غندلی او یو ځل بیا یې په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.
ترکیې هم د اسراییلي ځواکونو دغه برید یو جنایت او بشري ضد عمل بللی او ویلي یې دي چې اسراییلي ځواکونو په قصدي ډول پر دغو کسانو ډزې کړي دي.
په ورته وخت کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند، میټیو میلر پر فلسطيني ولسي وګړو د اسرایيلي ځواکونو بريد د خواشينۍ وړ بللى او ویلي یې دي چې هېواد يې په دې برخه کې د څېړنو بهير څاري.
له بلې خوا فرانسې او هسپانیې دغه برید غندلی او دا یې د نه منلو وړ عمل بللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پر غزې د اسراییلو په بریدونو کې چې د تیر کال د اکټوبر له اوومې پیل شوي، د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۳۰ زرو زیات فلسطینیان وژل شوي دي.