د امريکا دفاع وزارت چارواکو د هغه قوي احتمال په اړه خبر ورکړی چې ګواکې امريکايي ځواکونه به د دې پر ځای چې په بشپړه توګه له افغانستان ووځي، بېرته دغه هېواد ته ستانه شي.
دا څرګندونې په استخباراتي او امنيتي برخو کې د پنټاګون مرستيال رونالډ مولټري پرون د جمعې په ورځ (دغبرګولي په ۲۱مه نېټه) د امريکا پارلمان استماعيه غونډه کې کړې دي.
نوموړي زياته کړې چې اطلاعاتي ادارې پر دې کار کوي څو په افغانستان کې د تهديد موجوديت پر بنسټ دا يقيني کړي چې بېرته خپل سرتېري دې هېواد ته ولېږي.
په ورته وخت کې د پارلمان غړي او پخواني پوځي مايک والټس د مولټري د څرګندونو په اړه توضېح ورکړې او زياته کړې يې ده، قوي احتمال شته چې امريکايي ځواکونه بېرته افغانستان ته وګرځي؛ ځکه د نوموړي په خبره القاعده يو ځل بيا د پرمختګ په حال کې ده او وسلهوال طالبان هم د پرمختګ هڅه کوي څو په افغانستان کې ځانته د ځای پيدا کولو په ترڅ کې پر امريکا بريد وکړي.
بل پلو، په داسې حال کې چې د ځينو رسنيو له لوري په افغانستان کې د سفارتونو او سياسي استازولیو د امنيت خونديتوب په موخه د بهرنيو ځواکونو محدود نظامي حضور ساتنې په اړه راپورونه خپاره شوي، ورسره سم وسلهوالو طالبانو د يوې تازه اعلاميې په خپرولو سره د دغه کار مخالفت کړی دی.
د دې ډلې سياسي دفتر ټينګار کړی چې د دوستو هېوادونو او بنسټونو له لوري د بشري مرستو غوښتونکي دي؛ خو په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د حضور دوام ورته د منلو وړ نه دی.
افغانستان ته د امريکايي ځواکونو د بېرته استولو په اړه دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې وسلهوالو طالبانو دامهال په قطر کې د سولې مذاکراتو پر ځای خپل تمرکز پر جګړې زيات کړی.